د حج پرتمینی غونډی ته د ایران د اسلامی جمهوریت د مشرتابه مقام حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای پیغام

بسماللّهالرّحمنالرّحیم
الحمد للّه ربّ العالمین و صلوات اللّه و سلامه على الرّسول الأعظم الأمین و على ءاله المطهّرین المنتجبین و صحبه المیامین.
حج له الهی لورنو او پیرزوګانو سره راورسېد او یو ځل بیا یې هغه نېکمرغان په الهی فیوضاتو کی راونغاړل، چې په دې نورانی میعاد کې یې ګډون کړی دی.
دلته زمان او مکان تاسې حاجیان مادی او معنوی ارتقا ته رابولی. دلته مسلمان نارینه او ښځینه په زړه او ژبه د ستر خدای د صلاح او رستګاری بلنې ته لبیک وایی. دلته ټول فرصت مومی چې ورورولی، یورنګی او پرهیزګاری تمرین کړی.دلته د ښوونې او روزنې ښوونتون دی. د اسلامی امت د یووالی،ستریا او تنوع نندارتون دی. له شیطان او طاغوت سره د مبارزې ډګر دی. دلته ځواکمن او حکیم خدای هغه ځای کړی دی، چې مومنان به پکې خپلې ګټې مومی او هغه مهال چې موږ د خپل عقل او عبرت سترګې پرانیزو ؛نو دا الهی ژمنه به مو د ژوند وګړیز او ټولنیز اړخونه راونغاړی.
د د نیا او اخرت او د وګړی او ټولنې اغږل د حج د شعایرو ځانګړنه ده. پرتمینه کعبه، د یو کوټلی او ابدی محور د زړونو او جسمونو طواف، د مبدا او منتها ترمنځ منظمې او مدوامې هڅې او غورځې او پورځې ، عرفات او مشعر ته د ټولو ډله یزه کډه او هغه حال او حضور چې په دې ستر محشر کې زړونو ته صفا او طراوت ورکوی، د شیطان له څلی سره د مقابلې لپاره د ټولو یوځای یرغل او هغه مهال د ټولو همګامی، له ټولو ځایونو ، له ټولو رنګونو او ټولو ډولونو ، له رمزونو او رازونو او معنویاتو نه په دې ډکو مراسمو او د هدایت نښې نښانې ددې له مانا ډکې فریضې ځانګړې ځانګړنه ده.
دا شان مراسم دی،چې هم زړونه د خدای له یاد سره تړی او د انسان د زړه خلوت د ایمان او تقوا په رڼا رڼوی او هم وګړی له خودی دیوالونو راباسی او د اسلامی امت په متنوعه ټولنه کې یې ویلی کوی، هم د پرهیزګارئ جامه وراغوندی، چې د ګناه له زهرجنو غشیو یې ساتی، او هم پکې پر طاغوتانو او شیطانانو د یرغل روحیه پیاوړی او راپاروی. دلته دی،چې حج کوونکی د اسلامی امت د پراخې لمنې یوه برخه هم پخپلو سترګو وینی او په ځواکمنئ او پیاوړی پوهېږی او هم راتلونکی ته هیلمنېږی او هم پکې د ونډه اخستنې لپاره د مسوولیت احساس کوی او هم که الهی مرستې او توفیق ومومی نو له پېغمبر اکرم (ص) او ګران اسلام سره به بیا کلک بیعت کوی او د ځان او امت د اصلاح لپاره او د اسلام د سرلوړی لپاره په ځان کې کوټلی اراده رامنځ ته کوی.
دا دواړه – یعنې د ځان او امت اصلاح- دوه نه رخصتېدونکی فرېضې دی، کړچارونه یې په دینی دندو کې له فکر او له عقل او بصیرت نه په ګټنې، د تدبر او تعمل خاوندانانو ته ستونزمن چار نه دی.
د ځان اصلاح له شیطانی ځانی غوښتنو سره په مبارزې او له ګناه نه په ځان ساتنې پېلېږی او د امت اصلاح د دښمن او د هغو د نقشو په پېژندو او د هغوی د دسیسو ، ګوزارونو ، چلونو، او دښمنیو شنډولو ته هڅې دی او دا چار به د مسلمانانو او اسلامی امت د لاسونو، زړونو او ژبو په یووالی سنالبنه مومی.
دا مهال د اسلامی امت یو خورا مهمه مسله، چې د اسلامی امت له برخلیک سره یې تړون موندلی دی، د افریقا په شمال او سیمه کې انقلابی پېښې دی. چې تر اوسه یې څو فاسد او د امریکا تابعدار او د صهیونیزم هملاسی رژیمونه یې راپرځولی او د دوی په څېر نور رژیمونه یې څپڅپانده کړی دی
که مسلمانان دا ستر فرصت له لاسه ورکړی او له هغې نه د اسلامی امت په اصلاح کې ګټنه ونکړی، نو ستر تاوان به یې کړی وی . اوس د یرغلګر او لاس وهونکی استکبار ټوله هڅه ددې اسلامی خوځښتونو د کږلاری لپاره ده.
په دې سترو پاڅونونو کې مسلمان نارینه او ښځینه وو، د واکمنانانو د استبداد او د امریکا د زورواکی پر ضد راپاڅېدل، چې د ملتونو د سپکاوی او له صهیونیستی جنایتکار رژیم سره هم ژمنی وه .او د ژوند او مرګ په دې مبارزه کې یې خپل ساتونکی لامل اسلام او دهغې ژغورونکی ښوونې ګنلې او دا یې په لوړ غږ اعلان کړل او د فلسطین له مظلوم ملته دفاع او له غاصب رژیم سره مبارزه یې د خپلو غوښتونو سرلوحه کړه او مسلمان ولسونو ته یې د دوستی لاس اوږد او د اسلامی امت د یووالی غوښتونکی شول،دا په هغو هېوادونو کې د ولسی پاڅونونو بنسټیز بنسټونه دی،چې په دې دوو وروستیو کلونو کې یې د ازادی او اصلاح بېرغ هڅک کړی او په زړه او جسمونو یې د انقلاب په ډګرونو کې ګډون کړی دی.
او همدوی دی،چې کولای شی، چې د ستر اسلامی امت د اصلاح بنسټیزې ستنې کوټلې کړی، په دې هېوادونو کې ددې پاڅونونو د بریا نهایی شرط په دې بنسټیزو اصولو ټینګار دی.
دښمن په دې هڅه کې دی،چې دا بنسټیز اصول څپڅپانده کړی. امریکا، ناټو او صهیونیزم له ځینو غفلتونو او رغی لیدونو څخه په ګټنه په دې هڅه کې دی،چې د ځوان مسلمانانو دا د سیلاب په څېر خوځښت، کږلاری کړی او د اسلام په نامه یې یو له بل سره لاس او ګریوان کړی او د هغوی د استعمار او صهیونیست ضد جهاد یې په کوڅو او واټونو کې په ړنده ترهګری واړوی، چې د مسلمان وینه د مسلمان په لاس تویې او د اسلام دښمنان له دې ډپ څخه راووځی او اسلام او مجاهدین یې بدنام او څېره یې ناوړه انځور کړی او هغوی د اسلام او اسلامی ښوونو د له منځه وړو څخه تر نهیلی وروسته اوس د اسلامی ډلو ترمنځ فتنې اچولو ته مخه کړې ده او له شیعه او سنی نه په ویره اچولو سره د مسلمانانو د یووالی په مخ کې خنډونه اچوی.
هغوی په سیمه کې له خپلو عواملو سره په مرسته په سوریه کې بحران جوړوی، چې د ولسونو ذهنونه د خپلو هېوادونو له مهمو مسلو او هغه چارو څخه منحرف کړی،چې دوی ګواښی.
او ذهنونه هغه خونړیو چارو ته ورمتوجه کړی،چې پخپله په لوی لاس همدوی رامنځ ته کړی دی. په سوریه کې کورنی جګړه او د یو بل په لاس د ځوانانو وژنه هغه جنایت دی، چې امریکا، صهیونستانو او د هغوی تابعدارو دولتونو پیل کړی ده او اور ته یې لمن وهی
څوک باور کولای شی،چې په مصر،تونس او لیبیا کې د تورو دیکتاتوریو ملاتړی به اوس په سوریه کې د اولسواکی غواړیو ملاتړی وی؟ د سوریې قیصه د هغه حکومت څخه د غچ اخستنې قیصه ده،چې درې لسیزې یې د غاصب رژیم پر وړاندې مقاومت کړی او په لبنان او فلسطین کې یې د مقاومت له ډلو ملاتړ کړی دی .موږ د سوریې د ولس ملاتړ کوو او په دې هېواد کې د هر ډول بهرنی لاسوهنې او راپارونې مخالف یو. په دې هیواد کې هر ډول اصلاحات باید په خپله ولس او په ملی معیارونو ترسره شی .داچی نړیوال سلطه غواړی په سیمه کې د خپلو تابعدارو هېوادونو په مرسته په یو پلمه په یوه هېواد کې بحران رامنځ ته کوی او بیا د بحران د شتون له امله د هر ډول جنایت کول مجاز وګڼی، دا یو ستر ګواښ دی،چې که د سیمې هیوادونه پرې غور و نه کړی؛نو باید د خپل ځان په اړه د یو داسې استکباری چل ته په تمه وسی.
وروڼو او خویندو! د حج موسم د اسلامی نړی په چارو کې فکر لپاره ښه فرصت دی. د سیمې د انقلابونو برخلیک او هغه هڅې،چې د ټپ خوړلی ځواکونو له خوا ددې انقلابونو د کږ لاری لپاره ترسره کیږی، له دې چارو ځنې شمیرل کیږی.
د مسلمانانو ترمنځ د درز اچونې ته خاینانه نقشې او د ایران د اسلامی جمهوریت او راپاڅیدلو هیوادونو ترمنځ بدګومانی رامنځ ته کول، د فلسطین مسله، د مبارزانو ګوښه کول، او د فلسطین د جهاد تتول، د اسلام ضد د غربی دولتونو تبلیغات او د اسلام د ستر پیغمبر (صلّى اللّه علیه و ءاله) د سپکاوی کوونکو ملاتړ، په ځینو هیوادونو کې کورنیو جګړو ته لاره هوارول، او د ځینو اسلامی هیوادونو تجزیه ، له غربی سلطه غواړیو هیوادونو څخه د دولتونو او انقلابی ولسونو ډارول او ددې توهم دودول،چې راتلونکې مو یرغلګرو ته په تسلمیدو کې ده… او داسې نورې حیاتی او مهمې چارې، په هغو چارو کې شمیرل کیږی،چې په حج او د حاجیانو د همدلی او همغږی تر سیوری لاندی دې پرې غور وشی. بېشکه ، الهی هدایت او لاسنیوی به هڅاندو مومنانو ته د امن او روغتیا لارې چارې ښیی.
: «و الّذین جاهدوا فینا لنهدینّهم سبلنا…».
والسّلام علیکم و رحمه اللّه و برکاته
سیّد على خامنهاى
۳۰ میزان ۱۳۹۱
د ۱۴۳۳ کال د ذىالحجې پینځمه